New statement from the Islamic Emirate of Afghanistan’s Dhabīḥ Allah Mujāhid: “Declaration on Trade Relations Between Afghanistan and Pakistan”

Text:

د ۲۰۲۲ میلادي کال د جولای په ۱۹مه نېټه په سوداګریزو او ټرانزیټي موضوعاتو د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست الحاج نورالدین عزیزي په مشري، اړونده مسئولینو او د پاکستاني پلاوي، تر منځ چې  مشري یې د یاد هیواد د سوداګرۍ وزارت مرستیال ښاغلي صالح احمد فاروقي په غاړه وه، د ټاکل شوې اجنډا په جزئیاتو د هراړخیز او مفصل بحث په پایله کې دواړې خواوې پر  لاندې توافقاتو باندې سره سلا شول.

۱ــ دواړو لورو موافقه وکړه چې د ۲۰۲۲م کال د اګست میاشتې له پیل څخه به د دواړو هیوادونو باربري لارۍ اجازه ولري چې افغانستان او پاکستان ټولو سیمو ته ازاد تګ راتګ وکړي.

۲.ــ د سوداګریزو توکو د انتقال د مودې په اړه دواړه لوري دې پایلې ته ورسېدل چې پاکستان په هغو ټرانزیټي توکو چې ددوی له خاورې افغانستان ته داخلیږي هیڅ زماني قید نه وضع کوي. همدا رنګه افغانستان د خپلې خاورې څخه پاکستان ته د توکو د لیږد موده له ۵ ورځو څخه ۸ ورځو ته پورته کړه.

۳ــ پاکستاني لوري څرګنده کړه چې د (اپټا ۲۰۱۰) سوداګریز تړون ته د نوي تړون تر لاسلیک پورې ژمن دی. دواړو لورو ومنله چې د اپټا ۲۰۲۱ عنوان لاندې د ترسره شوو خبرو اترو په ترڅ کې د هغو کارونو د بشپړتیا لپاره عملي ګامونه پورته شي چې پرې توافق رامنځته شوی وو. د بهرنیو کانتینرونو څخه د افغان سوداګرو د توکو ځايي لاریو او کانتینرونو ته انتقال او د پاکستاني هوايي ډګرونو له لارې د افغان سوداګرو د مالونو د لېږد, سکېن او بررسي لپاره  اسانتیاوې برابرول په دې موافقو کې شامل دي.

۴ـــ په مذاکراتو کې پاکستاني لوري ډاډ ورکړ چې د واګه سرحد له لارې هند ته د افغاني مالونو په صادرولو هیڅ ډول محدودیت شتون نه لري.

۵ ـــ دواړو لورو موافقه وکړه چې د سیمه ایز اتصال په هدف به د افغانستان, پاکستان او ازبکستان درې اړخیزه ناسته په مناسب وخت کې ترسره شي.

۶ ـــ موافقه وشوه چې د تورخم او سپین بولدک لارې به هره ورځ څلورویشت ساعته د سوداګریزو موټرو د ګمرکي او ټرانزیټي چارو د ترسره کېدو لپاره پرانیستې وي.

۷ــ  افغانستان ومنله چې د غلام خان او ډنډپټان لارې به هره ورځ دولس ساعته د ټرانزیټ لپاره خلاصې وي او د اړتیا په صورت کې به کاري ساعتونه زیاتوي.

۸ ـ  پاکستاني لوري څرګنده کړه چې د هغو توکو  ژر طی مراحل په پام کې نیسي چې حساس او لږ وخت کې خرابیږي.

۹ـــ دواړو لورو ومنله چې په ټرانزیټي لارو د موټرو په تګ راتګ کې دې تعادل رامنځته شي.

۱۰ـــ پاکستاني پلاوی چمتووالی وښود چې له دقیقې ارزونې وروسته به د ټرانزیټي لاریو د بېروبار کمولو لپاره د ګمرکي سیستمونو او تاسیساتو موجوده مراکز د عبور او مرور له نقطو نه نورو لرې نقطو ته د لیږد لپاره اقدام وکړي.

۱۱.ـــ دواړو لورو د ټرانزیټي لاریو لپاره په ټولو لارو کې د ځانګړو اسانتیاوو د برابرولو موافقه وکړه.

۱۲ ـــ  دواړو لورو موافقه وکړه چې د ګمرکي مالوماتو د شریکولو او د سیستمونو همغږي کولو لپاره به د دواړو هیوادونو ګمرکي ادارې په ځانګړې  ناسته کې تصامیم ونیسي.

۱۳ـــ په مذاکراتو کې موافقه وشوه چې د دواړو هیوادونو خصوصي سیکتورونه به د بارټر سوداګري لپاره د ښکاره او ځانګړي میکانیزم د ټاکلو لپاره ناستو ته دوام ورکړي.

۱۴ ـــ دواړو لورو څرګنده کړه چې د ځانګړي میکانزم په جوړولو سره به د دواړو  هیوادونو د وګړو لپاره د ویزې اخیستلو اسانتیاوې رامنځته شي.

۱۵ـــ موافقه وشوه چې دواړه هیوادونه به د اګست میاشتې په پای کې په امتحاني توګه د مسافر لېږد سورلۍ بسونو خدمات پیلوي. په لومړي سر کې به ۲ عدده مجهز او عصري بسونو څخه استفاده کیږي چې پنځلس ورځې وروسته به له دواړه لوري دا شمېر پنځه بسونو ته لوړوي. د یوې میاشت په تېرېدو به دواړه لوري د خدماتو دقیقه ارزونه وکړي تر څو د یادې چارې د ترسره کولو لپاره د بسونو شمېر مشخص کړي.

د یادونې وړ ده چې په دې خبرو اترو کې له دواړو لورو د اړوندو ادارو باصلاحیته استازو ګډون درلود.

ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی

۲۱/۱۲/۱۴۴۳هـ ق

۱۴۰۱/۴/۲۹  2022/7/20 م

Statement from the Ministry in Pashto:

Dhabīḥ Allah Mujāhid — Declaration on Trade Relations Between Afghanistan and Pakistan (Pashto)

Statement from the Ministry in Dari:

Dhabīḥ Allah Mujāhid — Declaration on Trade Relations Between Afghanistan and Pakistan (Dari)

______________

To inquire about a translation for this statement for a fee email: [email protected]