New statement from the Islamic Emirate of Afghanistan’s Mawlāwī Hībat Allah Akhūnd Zādah: “Instructions Regarding the Prevention of False Accusations Against the Workers and Officials of the Islamic Emirate and Their Disrespect”

د اسلامي لارښوونو  مطابق پر مسئولینو باندې بې ځایه تورونه ویل او له واقعیت څخه لرې نقد کول شرعا جواز نه لري.

ارجاف او شائعات خپرول په اسلام کې ځای نه لري او د مسلمانانو تر منځ هم د کرکې او نفرت سبب کیږي، اعتبار او باور له منځه وړي او همتونه کمزوري کوي.

الله تعالی فرمایي؛ وَلاَ تَقْفُ مَا لَيْسَ لَكَ بِهِ عِلْمٌ إِنَّ السَّمْعَ وَالْبَصَرَ وَالْفُؤَادَ كُلُّ أُولـئِكَ كَانَ عَنْهُ مَسْؤُولا، [الاسراء:۳۶]

ژباړه: هغه څه مه لټوه چې علم ورباندې نه لرې؛ بې شکه غوږ، سترګه او زړه هر یو له دوی څخه پوښتل کیږي. په دې هکله رسول الله صلی الله علیه و سلم فرمایي: کفی بالمرء کذبا ان یحدث بکل ما سمع، [رواه مسلم] یعنی رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه څوک دروغجن بللی، چې کومه خبره واوري او پرته له دې چې سپیناوی یې وکړي، نورو ته یې رسوي. دغه ډول منفي تبلیغات په ټولنه کې اضطراب پیدا کوي او په غیر شعوري توګه له دښمنانو سره مرسته کوي. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي؛ من کان یؤمن بالله و الیوم الاخر فالیقل خیرا او لیصمت[متفق علیه] ژباړه؛ څوک چې په الله او اخرت ایمان لري؛ نو یادې حق خبره وکړي، یادې پټه خوله و اوسي. په بل حدیث کې پیغمبر علیه السلام فرمایي؛ بئس مطیة الرجل زعموا [رواه ابوداود] ژباړه؛ د سړي بد عادت دادی، چې  په (دوی ویل/چا ویل) باندې استدلال کوي. د اسلام له نظره دغه کار د تعزیر(سزا) وړ ګرځي.په دې هکله فقهاء رحمهم الله لیکي: التعدي علی المؤظفین العمومیین و المکلفین بخدمة عامة یستحق التعزیر و من الامثلة التی اوردها الفقهاء فی هذا المجال اهانة العلماء او رجال الدولة بما لا یلیق سواء کان ذلک بالاشارة او القول او بغیر ذلک و التعدي علی احد الجنود بالید او تمزیق ثیابه او سبه ففیه التعزیر و التضمین عن التلف و من ذلک اهانة محکمة قضائیة و کذلک جرائم الجلسة فالقاضي له فیها التعزیر و ان عفی فحسن … الموسوعة الفقهیة، ج ۱۲ ص۲۸۳ الفتاوی الاسعدیة ج ۱ ص ۱۶۶ ـ ۱۶۷

ژباړه؛ پر عامو (حکومتي) کارمندانو او هغوی چې پر عمومي خدماتو ګومارل شوي وي، تیری کول د تعزیر(سزا) ورکولو لامل ګرځي، له دې جملې څخه فقهاء کرامو د علماوو اوحکومتي کارکونکو سپکاوی، چې د دوی له شان سره مناسب نه وي، هغه که په اشاره، وینا او یا بل څه وي، د بیلګې په توګه یاد کړي دي.

همدا راز کوم عسکر ته لاس اچول، یا یې جامې څیرل او یا هم بد رد ورته ویل، نو په دې کې تعزیر(سزا) ورکول کیږي او د جامو څیرلو تاوان ورڅخه اخیستل کیږي.

همدارنګه د قضایي محکمې سپکاوی او قضایي مجلس اخلالول، نو په دې صورتونو کې قاضي تعزیر(سزا) ورکولای شي؛ خو عفو بهتره ده.

پورته اسلامي لارښوونې  د ټولو هیوادوالو، مجاهدینو او خبري رسنیو له پاره شرعي مسئولیت جوړیږي، چې عمل ورباندې وکړي.

والسلام؛  د اسلامي امارت زعیم عالیقدر امیر المؤمنین شیخ القرآن والحدیث مولوي هبة الله آخندزاده حفظه الله

۲۲/۱۲/۱۴۴۳هـ ق

۱۴۰۱/۴/ ۳۰  هـ ش2022/7/21  م

_______________

To inquire about a translation for this statement for a fee email: [email protected]