New releases from the Islamic Emirate of Afghanistan on new pledges of allegiance to Mullā Akhtar Muḥmmad Manṣūr

l_DzlA8Q
Pledge of Allegiance By Uruzgan Military Leader:
له روزګان ولایت څخه په رارسیدلي خبرکې مسؤول مجاهدین وایې چې : تېره ورځ دروزګان ولایت دمرکز ترینکوټ په شمول ددي ولایت په ټولو ولسوالیو کې دعلماء کرامو، مشایخو، روحانیونو ، مجاهدینو اوعامه مسلمانانوله لوري په پراخه کچه دعالیقدر امیرالمؤمنین ملامحمد عمر مجاهد( رحمه الله ) لپاره ختمونه دعاګاني او له نوي امیر منصور صاحب حفظه الله سره دبیعت مراسم ترسره شول
نن سهار هم ددي ولایت دمرکز اوولسوالیو په مربوطاتوکې دقرآن کریم ختمونه اودعاګاني ترسره شوي او دهمدي ولایت لپاره داسلامي امارت والي محترم الحاج ملامحمدیوسف أمین صاحب دروزګان ولایت دغیورو قهرمانو اومجاهدپرور ملت ، مجاهدینو اوعلماء کراموپه نمایندګي نن سهار له نوي ټاکل شوي امیر ملااخترمحمد منصور حفظه الله سره دبیعت اعلان وکړ
نوموړي داسلامي امارت له رهبري شورا اومخلصینو څخه مننه وکړه چې په ډېرحساس وخت کې یې دمجاهدینولپاره یوښه امیرانتخاب کړ
2015/8/2
Scholars/Students of 32 Madaris in Khyber Pakhtunkhwa Declare Allegiance:
دعیني شاهدانو په وینا نن دخیبر پښتونخوا ایالت له کوهاټ څخه تر پاړه چنار پورې د دوه ديرش مدرسو ، مهتمیمينو ، استاذانو او ټولو جيدو علماء کرامو ، شيوخو ،د امارت مسؤلينو او مجاهدينو په درسمند کمپ کې په يوه لويه غونډه کې داسلامي امارت له نوي امیر ملا اختر محمد منصور صاحب خپل بيعت اعلان کړ، دوی داټاکنه یو غوره انتخاب وباله او زیاته یې کړه چي منصور صاحب د مرحوم امیر المؤمنین رحمه الله له خوا خپل نائب ټاکل شوی ؤ، نو لهذا دنوموړي غوراوی ډیر ښه او پرځای انتخاب دی، الله تعالی دي په ټولوشرعي امورو کي موفق لري او موږ ونوموړي ته دخپل حمایت ډاډ ورکوو .
Takhar Jihadi In-charge, Mawlawi Aminullah, Pledges Allegiance:

Member of Military Commission, Mawlawi Abdul Hadi Pashai-wal, Pledges Allegiance:

Zabul In-charge, Mawlawi Matiullah, Pledges Allegiance:

Deputy Khost In-charge, Mawlawi Ahmad Ali, Pledges Allegiance:

Logar In-charge, Mawlawi Rahmatullah, Pledges Allegiance:

Leadership Council Member, SheikhUlQuran wal Hadith Mawlana Abdul Rasheed, Pledges Allegiance:

Mullah Abbas Akhond Pledges Allegiance:

زه دعالیقدر امیرالمؤمنین درني کورنۍ اوټول اسلامي امت ته دنوموړي دوفات له امله دتعزیت او تسلیت مراتب وړاندي کوم اوټولو ته له الله تعالی څخه دجمیل صبراوعظیم اجرغوښتنه کوم همدارنګه له نوي امیر محترم ملا اخترمحمد منصورصاحب سره دبیعت اعلان کوم اوپه ټولو شرعي اومورو کې به یې اطاعت کوم .والسلام
داسلامي امارت دعامي رو غتیاوزیر او بیا دصحت دکمیسیون پخوانی مسئول ملا محمد عباس اخند

Parwan In-charge, Mullah Muhammad Nasim, Pledges Allegiance:

Hundreds of Locals, Elders, Students of Knowledge & Respected Scholars, Pledge Allegiance:
دراپورونو ترمخه ، نن ددوشنبي په  ورځ  دهجرت  په  دیار دبوټ  ناصرباغ ، دحضرت یاسر په جامع جومات کې  دمرحوم  عالیقدر امیرالمومنین  ملامحمد عمر مجاهد رح  پاک روح  ته  ددعا اوفاتحي ستره غونډه دننګرهار اونورو ولایتونو دسوونو علمای کرامو، مشایخو ، مجاهدینو اوعامو مسلمانانو په  ګډون جوړه اوترسره شوه ، دفاتحي  په  دغو مراسمو کې دعظیم الشان قران په  ختمونو اوتلاوتونو سربیره  دهیواد نومیالي  علمي  اوروحاني شخصیت  محترم  شیخ القران والحدیث  مولوي  عبدالرشیدشنواري  ، محترم  شیخ القران والحدیث مولوي محمداسماعیل  رحماني  ، محترم  شیخ القران والحدیث  مولوي  سلطان محمد ثاقب په خپل وار ارزښتناکي  خبري وکړي ، دمرحوم عالیقدر امیرالمومنین  دوفات  دسترې  ضایعي  او دهغه  دستر و دیني  اوجهادي  خدمتونو باندي یې  رڼاوي  واچولي ، وي ویل  ، مرحوم ملامحمد عمر مجاهد په خپل وخت کې اسلامي  امت  ته  داسلامي  ویښتابه او خپلواکی ګټلو جهادي  روح  ورکړ او نسلونو ته یې  داستقامت ، استقلال او اسلامي  غرور دساتلو درس پریښود ، دغه را ز محترمو شیوخو داسلامي  امارت لپآره  دنوي  امیر اوجانشین  محترم ملااخترمحمد منصور  ټاکل کیدل وستایل  ، دمجلس  له برخوالو یې وغوښتل  چې  په همدې  مجلس  کې  دبیعت  شرعي  مکلفیت ادا او لاسونه  پورته کړي ، چې  دبرخوا له لوري  په  ډیر اخلاص  او جذباتي  انداز له نوي  امیرسره  خپل بیعتونه  اعلان  او داسلامي  امارت  دجهادي صف  دټنګښت لپاره یې  خپل هرراز  چمتوالي  څرکندکړ
Political Office Deputy and All members Pledge Allegiance:
په قطر کي داسلامي امارت د سیاسي دفترمعاون اواعضاود تسلیت او بیعت پیغامونه را ولیږل
په قطر کي داسلامي امارت د سیاسي دفتر  ټولو غړو  د عاليقدر امیر المؤمنین ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله تعالی د مړیني له امله د هغه مجاهدې کورنۍ، د اسلامي امارت مشرتابه، ټولو مشرانو، اعضاوو، مجاهدینو، افغان مجاهد ولس او اسلامي امت ته د زړه له کومي تسلیت وړاندي کړاود  الله تعالی  څخه یې مرحوم امیر المؤمنین  ته د مغفرت  او جنت الفردوس  غوښتنه وکړه .
اود عاليقدر امیر المومنین رحمه الله مړینه یې د اسلامي امارت، د افغانستان مجاهد ولس، او اسلامي امت لپاره یوه ستره او نه جبیره کیدونکې ضایعه  وبلله او زیاته یې کړه چي  الله تعالی دي ددې ستري غمیزې د زغملو لپاره مونږ ټولو په تیره بیا د هغه  کورنۍ ته صبر جمیل ورکړي.
همدارنګه  د سیاسي دفتر  ټولواعضاوو د اسلامي امارت د نوي زعیم محترم ملا اختر محمد منصور سره بیعت اعلان کړ، دسیاسي دفتر محترمو  غړو  وویل چي :  د اسلامي شریعت په چوکاټ کې به  په ټولو امورو کې تر خپله وسه  داهل حل والعقد شوری له لوري د اسلامي امارت دنوي ټاکل شوي امیر محترم منصور صاحب  حفظه الله اطاعت کوي، او د حق پالني په لاره کې له خپله طرفه اطمینان ورکوي.
په دې اړه دسیاسي دفتر له لوري رارسیدلي دتسلیت او بیعت لیکونه لاندي لوستلی شئ
بسم الله الرحمن الرحیم
الحمد لله وحده والصلاة والسلام علی من لا نبی بعده
اما بعد
قال الله تعالی: کل نفس ذائقة الموت. الآیة
زه او د افغانستان د اسلامي امارت سیاسي دفتر ټول اعضاء  د عاليقدر امیر المؤمنین ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله تعالی د مړیني له امله د هغه مجاهدې کورنۍ، د اسلامي امارت مشرتابه، ټولو مشرانو، اعضاوو، مجاهدینو، افغان مجاهد ولس او اسلامي امت ته د زړه له کومي تسلیت وایو، الله تعالی دي هغوی ته مغفرت وکړي، او جنت الفردوس دي نصیب کړي.
د عاليقدر امیر المومنین رحمه الله مړینه د اسلامي امارت، د افغانستان مجاهد ولس، او اسلامي امت لپاره یوه ستره او نه جبیره کیدونکې ضایعه بولو، الله تعالی دي ددې ستري غمیزې د زغملو لپاره زمونږ ټولو په تیره بیا د هغه  کورنۍ ته صبر جمیل ورکړي.
د اسلام په لاره کې د هغه ژوند او هلي ځلې د اسلام او افغانستان د تاریخ ویاړمن او زرین باب دی.
الله تبارک وتعالی ته لاس په دعا یو چې د هغه لاري د پاللو، همدا شان د شهیدانو د قربانیو او مجاهدینو د ستړیاوو د ثمراتو د حاصلولو په لاره کې مو توفیق نصیب کړي.
ان شاء الله په دې لاره کې به د پخوا په شان د خپلو اسلامي او ملي مصالحو په پام کې نیولو سره خپلو هلو ځلو ته دوام ورکوو. والسلام
شیر محمد عباس ستانکزی
د افغانستان د اسلامي امارت د سیاسي دفتر معاون
…………………………………………………………………………………………..
نحمده ونصلی علی رسوله الکریم. اما بعد:
قال الله تعالی: واعتصموا بحبل الله جمیعا ولاتفرقوا. الآیة
د افغانستان د اسلامي امارت د مشرتابه محترم مقام ته!
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته.
زه او د سیاسي دفتر اعضاء د اسلامي امارت د نوي زعیم محترم ملا اختر محمد منصور سره بیعت کوو، او د اسلامي شریعت په چوکاټ کې په ټولو امورو کې تر خپله وسه اطاعت کوو، او د حق پالني په لاره کې له خپله طرفه اطمینان ورکوو.
له الله جل جلاله نه غواړو چې د هیواد د خپلواکۍ د ګټلو او ساتلو او د اسلامي نظام د قیام د لوړ هدف لپاره له مونږ ټولو  سره نصرت او مرسته وکړي. امین ثم امین
شیر محمد عباس ستانکزی
د افغانستان د اسلامي امارت سیاسي دفتر معاون
Kapisa In-charge, Qari Baryal, Pledges Allegiance:

___________________
Sources: https://alemara1.org/?p=22384
https://alemara1.org/?p=22534
https://alemara1.org/?p=22632
https://alemara1.org/?p=22628
https://alemara1.org/?p=22620
https://alemara1.org/?p=22625
https://alemara1.org/?p=22602
https://alemara1.org/?p=22537
https://alemara1.org/?p=22467
https://alemara1.org/?p=22453
https://alemara1.org/?p=22646
https://alemara1.org/?p=22495
To inquire about a translation for this release for a fee email: [email protected]