New statement from the Islamic Emirate of Afghanistan: "Son of Khalis Baba, Respected Mawlawī Anwar al-Ḥaq Mujāhid Declares Allegiance to the Leader of the Faithful"

l_DzlA8Q

د هیواد د وتلي او منلي جهادي او علمي شخصیت مرحوم مولوي محمد یونس خالص بابا رحمه الله زوی او ځای ناستې محترم مولوي انوارالحق مجاهد صاحب د اسلامي‌امارت له زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ الحدیث مولوي هبة الله اخندزاده حفظه الله سره خپل بیعت اعلان کړ، نوموړي ژمنه وکړه چې د شریعت په چوکاټ کې به په ټولو امورو کې د عالیقدر امیرالمؤمنین پوره پوره اطاعت کوي دمحترم مجاهد صاحب دبیعت لیکلی متن لاندي لوستلی او لیدلی شئ
بسم الله الرحمن الرحیم
الحمدلله وکفی وسلام علی عباده الذین اصطفی
وبعد!
څرنګه چې د مجاهدینو د صف وحدت الهي حکم دی لکه چې فرمایي: ان الله یحب الذین یقاتلون فی سبیله صفا کانهم بنیان مرصوص) د همدغه الهي ارشاد د تطبیق په غرض زموږ عالیقدر والد صاحب مولوي محمد یونس خالص بابا رحمه الله موږ ته توصیه کړې وه چې د عالیقدر امیرالمومنین ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله ملا تړ او تایید به کوئ موږ په هغه اساس د اسلامي‌امارت د موجوده عالیقدر امیرالمومنین فضیلة الشیخ هبة الله حفظه الله سره د کفر او الحاد په مقابل کې د جهاد بیعت تجدید وو او د اسلامي‌ شریعت په چوکاټ کې به د نوموړي مکمل اطاعت کوو ان شاء الله، الله تعالی دي دوي ته د(اشداء علی الکفار رحماء بینهم) د حکم سره سم د جهادي صف د وحدت د ساتلو توفیق ورکړي
والله علی ما اقول وکیل
احترام

انوارالحق مجاهد

_______________________

To inquire about a translation for this statement for a fee email: [email protected]