New release from the Islamic Emirate of Afghanistan: "Mullā Bāz Muḥmmad Ḥārith Pledges Allegiance to the Leader of the Faithful Shaykh Hībat Allah Akhūnd Zādah"

l_DzlA8Q

بسم الله الرحمن الرحیم

الحمدلله الذی امرالمسلمین بالاتحاد والصلاة والسلام علی حبیبه وعلی اله و اصحابه اجمعین امابعد:

پرون دوشنبه د۱۴۳۷ هـق کال د ‌ذالقعدې د میاشتي په ۵ نیټه د اسلامي امارت لوړ رتبه مسئولینو،علماء کرامو، دمرحوم امیرالمؤمنین ملا محمدعمرمجاهد رحمه الله دکورنۍ غړو او د حاجي ملا بازمحمد حارث ملګرو او نماینده ګانو په یوه ګډه غونډه کې تر مفصلو خبرو وروسته په دې خبره ټینګار وکړ چي ټول به په ګډه د اسلامي امارت مقدس صف متحد او قوي ساتو.

کوښښ به کو چي هر چا ته د مقدس شریعت په رڼا کې خپل حقوق ورسیږي او ټولي پریکړي به مو د اسلامي اصولو په رڼا کې وي، د یادي غونډي په پای کې حاجي ملا بازمحمد حارث چي تر دي مخکي یې د ملا محمد رسول اخند د مرستیال په حیث کار کاوه د خپلو ټولو ملګرو او متعلیقینو په شمول همدارنګه داسلامي امارت په واکمني کې نظامي قومندان د ارزګان و لایت دچورې والسوالۍ اوسیدونکی ملا اخترمحمد اخند هم د خپلو ملګرو په استازیتوب د اسلامي امارت له زعیم امیرالمؤمنین شیخ الحدیث مولوي هبت الله اخند زاده صاحب سره بیعت اعلان کړ او د مقدس شریعت په رڼاکې یې دکامل اطاعت وعده وکړه غونډه د الحاج مولوي احمد رباني صاحب په د عاسره پای ته ورسیده .

__________________

To inquire about a translation for this statement for a fee email: [email protected]